ایکنا د ایژانیوز له قوله راپور راکړ، د بنګله دیش لومړۍ وزیرې میرمن شیخ حسینه د مسلمانو هیوادونو لپاره د یورو پهڅير د یوه مشترکې اسعاري کرنسۍ د رامینځةکولو وړاندیز وکړ.
دغه وړاندیز د ډي اته ډلې په غړوهیوادونو کې چې له بنګله دیش، مصر،انډونیشیا،ایران،ملایشیا، نیجریه، پاکستان او ترکیې اتومسلمان اکثریّتي هیواونو څخه جوړه ده ،د تجارت د پیاوړتیا لپاره مطرح شوی دی.
هغې د ترکیې د تجارتي چارو د وزیر مصطفی تیزجو په سرپرستۍ کې د ډي اته ډلې د تجارتی چارو د وزیرانو له پلاوي سره په کتنې کې ووئيل، ډيره ښه ده چې وتوانیږو، د اروپائي اتحادئې د پیسو د مشترکې کرنسۍ په څير یو مشترک اسعاري کرنسي معرفي کړو څو د مونږ ترمینځ تجارت او سوداګریزې چارې آسانې شي.
میرمن شیخ حسینه ووئيل، چې د نړۍ له اتو مسلمانو هیوادونو جوړه ډي اته ډله د دغوهیوادونو د خلکو د اقتصادي او اجتماعی موقعیّت د پراختیا لپاره د دوستۍ د زیاتولو او د دوي ترمینځ د تجارت او سوداګرۍ دپراختیا په موخې سره جوړه شوې ده. هغه زیاته کړې ده ،زما موخه ، دعادی خلکو د اقتصادي او اجتماعي پراختیا او د وضعیّت ښه کول دي.دا یوازې هاله ممکنه ده چې وتوانیږو پخپلو کې سریه تجارت او سوداګری پیاوړي کړو، د دي اته ډلې غړي هیوادونه دغې موخې ته د رسیدا لپاره ،پراخ ظرفیّتونه لري ،که پخپلو کې سره تجارت ښه کړئ شو، نو نور مجبوره نه یوو له نورو سره اړونده او وابسته شو.
د بنګله دیش لومړۍ وزیرې دغه راز ووئيل،باید د یوې کورنۍ په شان د خپل برخلیک د پراختیا لباره له یوه بل سره د تجارت، سوداګرۍ او تخنیکی چارو په زمینو کې ملګرتیا وکړو.دغه پلاوي په تیرو ۲۷ کلونو کې د ډي اته ډلې د رامینځةکولو یوې نوښتګرې په توګه د میرمن شیخ حسینه مننه اوستاینه وکړه او اعلان ئې وکړ، په دغې ناستې کې فیصله وشوه د ډي اته ډلې د غړو هیوادونو ترمینځ دتجارت اندازه تر ۲۰۳۰ کال پورې په کال کې له ۱۴۶میلیارډ ډالرو څخه ۵۰۰میلیارډډالروته زیاته کړي.
دوي همداراز دروهینګیائي کډوالو دکوربتوب لپاره د بنګله دیش قدرونهوړهاو وې وئیل، ډی اته ډله او مسلمان هیوادونه به د دوي ددوي لپاره دمرستو وړاندې کولولپاره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړي.
ددغه پلاوی غړو ،همداراز د فلسطین له ټاټوبي څخه په ملاتړ کې د میرمن شیخ حسینه ددریځ ستاینه هم وکړه.